د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د پاکستان، نیوزیلینډ او جنوبي افریقا د کرکټ سیالۍ پیلېږي


په لاهور کې د قذافي په نوم د کرکټ لوبغالی ـ پخوانی انځور.
په لاهور کې د قذافي په نوم د کرکټ لوبغالی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان، نیو زیلینډ او جنوبي افریقا د ملي لوبډلو ترمینځ د یو ورځني کرکټ سیالۍ د فبرورۍ پر اتمه پیلېږي.

ټاکل شوې چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې د کوربه پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شي.

تر دې وروسته به دویمه سیالي د نیو زیلینډ او جنوبي افریقا او درېیمه به د پاکستان او جنوبي افریقا ترمینځ کېږي. ټاکل شوې چې دوه غوره لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۴مه د لوبلړۍ په پایلوبه کې یو بل ته مخامخې شي.

دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د فبرورۍ له ۱۹مې څخه د پاکستان په کوربه توب د اتلانو جام یا چیمپیینز ټرافۍ په نوم ۵۰ اووره سیالۍ پیلېږي چې پکې اته غوره لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG