د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د جنایتونو نړیوال عدالت پر چارواکو بندیزونه لګولي


په نیدرلینډز کې د جنایتونو نړیوال عدالت ودانۍ ـ پخوانی انځور.
په نیدرلینډز کې د جنایتونو نړیوال عدالت ودانۍ ـ پخوانی انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا او اسراییلو په اړه د پلټنو پیلولو پر سر د جنایتونو نړیوال عدالت پر چارواکو د بندیزونو لګولو اجراییوي فرمان لاسلیک کړی دی.

ټرمپ په فرمان کې ویلي دي چې د نېدرلینډز په هېګ کې عدالت په هغو "غیر قانوني او بې اساسه" فعالیتونو بوخت دی چې امریکا او د هغه هېواد نېږدې ملګری اسراییل هدف ګرځوي.

نوموړي د فیبرورۍ په شپږمه په فرمان کې ویلي دي چې د عدالت کړنې "یو خطرناک مثال جوړوي" او د امریکا د پوځ د غړو په ګډون د هغه هېواد اوسني او پخواني کارکوونکي مستقیماً له خطر سره مخامخوي.

په فرمان کې په غزې کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اقداماتو پر سر د اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو امر او د عدالت د هغو وروستیو کړنو یادونه شوې چې د امریکايي پوځ غړي په خطر کې اچوي.

په فرمان کې راغلي چې امریکا او اسراییل د جنایتونو د نړیوال عدالت غړي نه دي. هغه فرمان د عدالت پر چارواکو، کارکوونکو او د هغوی د کورنیو پر غړو امریکا ته پر داخلېدو بندیز لګوي او په هغه هېواد کې یې شتمنۍ کنګلوي.

د جنایتونو نړیوال عدالت د تېر کال په نومبر کې د نتنیاهو، د اسراییلو د دفاع وزیر یوواف ګلانت او د حماس د نظامي مشر محمد ضیف د نیولو امر کړی وو. اسراییل وايي چې ضیف وژل شوی دی. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

XS
SM
MD
LG