د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ښځو په سپورټي سیالیو کې د نرښځیانو پر شاملولو د بندیز فرمان لاسلیک کړی


ټرمپ د فبرورۍ پر پینځمه د لسګونه ماشومانو او ښځو مخې ته فرمان لاسلیک کړ.
ټرمپ د فبرورۍ پر پینځمه د لسګونه ماشومانو او ښځو مخې ته فرمان لاسلیک کړ.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې په هغه هېواد کې نرښځیان د ښځو په سپورټي سیالیو کې برخه نه شي اخیستای.

دا په داسې حال کې ده چې په دویم ځل د ولسمشرۍ څوکۍ له سمبالولو راهیسې ټرمپ داسې یوشمېر اقدامات کړي دي چې پکې نرښځیان هدف ګرځول شوي دي.

ټرمپ د فبرورۍ پر پینځمه په سپینه ماڼۍ کې د لسګونو ماشومانو او ښځینه لوبغاړو مخې ته د فرمان لاسلیکولو پر مهال وویل چې اوس به "د ښځو لوبې یوازې د ښځو لپاره وي."

د ټرمپ له دې فرمان سره به د امریکا حکومتي ادارې هغو سکولونو ته د پیسو له ورکولو انکار کوي چې د ښځو په لوبډلو کې نرښځیو لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورکوي.

ټرمپ دا هم وویل چې د اولمپېک نړیوالې کمېټۍ ته به هم وايي چې په ۲۰۲۸ز کال کې په لاس اېنجلس کې تر کېدونکو اولمپېک سیالیو مخکې دې د نرښځیانو په اړه خپل قوانین بدل کړي.

XS
SM
MD
LG