پر وارداتو به د ټرمپ محصول پر امریکايي پېرودونکو څه اغېز ولري؟
تازه شو
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر چینايي وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه یا محصول اعلان کړ چې د فبرورۍ له څلورمې عملي شو. بلخوا د کاناډا او میکسیکو پر وارداتو لګېدونکی ۲۵ سلنه امریکايي محصول دا مهال ځنډېدلی دی. شنونکي او څېړونکي خبرداری ورکوي چې له دې اقداماتو سره په امریکا کې ګراني زیاته شي او د اقتصادي ودې رفتار به ورو شي. پوښتنه دا ده چې ایا د دې هر څه اثر به پر امریکايي ولس او خریدارانو پرېوځي او که نه؟ ځواب یې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیو کې.