په افغانستان کې د سرطان يا کینسر پر وړاندې د مبارزې بنسټ وايي، په هغه هېواد کې د ناروغۍ د تشخيص، درملنې او په اړه يې د عامه پوهاوي امکانات محدود دي.
د بنسټ مشر شفيق شينواري د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل، په افغانستان کې د سرطان ۷۰ سلنه ناروغان، چې د وړانګو په وسیله درملنې (رېډیوتېراپي) ته اړتيا لري، د ماشينونو د نه شتوالي له امله ګاونډیو هېوادونو ته تګ ته اړ دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ز تر پایه په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو شمېر ۵۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی وو.
بنسټ وايي، په افغانستان کې هر کال له ۱۹،۰۰۰ څخه زیات کسان په سرطان اخته کېږي، چې ورڅخه نېږدې ۷۶ سلنه یې مري.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د دقيق شمېر او د درملنې لپاره يې د موجودو امکاناتو په اړه د مشال راډيو پوښتنو ته ځواب و نه وايه.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناورغۍ د مخنيوي، د تشخيص او درملنې چارو په اړه د عامه پوهاوي زیاتولو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.