د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي له روسیې سره د جګړې ختمولو لپاره د ډېپلوماټيکې لارې خپلولو ته چمتو دی


زېلېنسکي پر روسیې د بندیزونو ختمولو په اړه خبردای ورکړی دی - پخوانی انځور.
زېلېنسکي پر روسیې د بندیزونو ختمولو په اړه خبردای ورکړی دی - پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، له روسیې سره د جګړې ختمولو لپاره د ډېپلوماټيکې لارې خپلولو ته تیار دی.

دا خبره نوموړي له یو برېتانیوي خبریال سره په مرکه کې کړې چې د فبرورۍ پر څلورمه پر یوټیوب چینل خپره شوې ده.

زېلېنسکي په عین وخت کې پر روسیې د نړیوالو بندیزونو د ختمولو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی او پوښتنه یې کړې چې ایا اټومي وسلې د اوکراین د امنیت ضمانتونو اړتیا ته ځواب ویلای شي او که نه؟

نوموړي زیاته کړې ده چې له روسیې سره د اوکراین په ډېپلوماټيکو خبرو کې باید اروپا او امریکا هم شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په اوکراین کې د اوربند په موخه له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو ته تیار دی.

پوتین د اوکراین د جګړې او د انرژۍ بیو په اړه له ټرمپ سره خبرو ته رضامندي ښوولې ده خو له زېلېنسکي سره یې د مستقیمو خبرو امکان رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG