د امریکا ولسمشر ډآنلډ ټرمپ د هند وزیراعظم نریندرا مودي ته بلنه ورکړې ده چې راتلونکې اونۍ دي سپینې ماڼۍ ته ورشي.
رویټرز خبري اژانس لیکي چې د سپینې ماڼۍ چارواکي دا خبرې د فبرورۍ پر درېيمه له هغه څو ساعته وروسته وکړه چې د امریکا پوځي الوتکې له هغه هېواده ايستل شوي هندي کډوال خپل هېواد ته روان کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ ادارې اعلان کړی چې په ناقانونه توګه ورغلي کډوال به له خپله هېواده باسي.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷مه له هندي وزیراعظم مودي سره په ټېلېفون کې د کډوالو پر مسله او متوازنو تجارتي اړیکو خبرې کړې وې او د دې پر ارزښت یې ټینګار کړی وو چې هند له امریکا څخه لازیاتو امنیتي وسایل اخلي.
امریکا د هند تر ټولو لوی تجارتي ملګری هېواد دی. د دې هېوادونو ترمینځ دوه اړخیز کلنی تجارت په ۲۰۲۳م او ۲۰۲۴م ز کالونو کې تر ۱۱۸ اربه ډالره اوښتی وو.