د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د افغان کډوالو په یوه موټر ډزو کې یو کډوال وژل شوی او بل ټپي دی.
د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان حال وش د فېبرورۍ پر دویمه په یوه بیان کې ويلي چې موټر له سراوان څخه خاش سیمې ته روان وو چې ایراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.
د سرچینو په خبره موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی او د ټپیانو روغتون ته د وړلو لپاره هېڅ ګام نه وو پورته شوی.
په ایران کې مخکې هم په ځینو موټرو چې افغان کډوال پکې سپاره ول، ایراني پوځیانو ډزې کړې.
د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د ایران په یزد ښار کې په یوه موټر د ایراني پوځیانو په ډزو سره موټر اور اخیستی وو چې لږ تر لږه درې افغان پکې مړه او څلور نور ټپیان شوي ول.
هغې پېښې ته پراخ غبرګونونه ښوول شوي ول او له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره یې د ایراني پوځيانو پر چلند نيوکې شوې وې.