د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: د روسيې او اوکراین ترمینځ خبرې په "ډېره ښه توګه" روانې دي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فېبرورۍ پر دويمه خبریالانو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فېبرورۍ پر دويمه خبریالانو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د امریکا ولسمشر ويلي چې د روسيې او اوکراین ترمینځ خبرې اترې په (ډېره ښه توګه) روانې دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فېبرورۍ پر دويمه خبریالانو ته وويل چې دوی د اوکراین او روسيې په ګډون له بېلابېلو اړخونو سره ملاقاتونه او خبرې اترې کوي او فکر کوي چې دا بحثونه ‌ډېر ښه روان دي البته هغه په دې اړه مشخصه معلومات ور نه کړل.

تر دې څو ساعته وړاندې د اوکراین او روسيې لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي دواړه غاړو ته خبرداری ورکړ چې که د خبرو له لارې د جګړې ختمولو تمه لري نو باید خامخا یو بل ته رعایتونه ورکړي.

کيت کيلوګ وويل چې ولسمشر ولوديمير زېلېنکسي وار له مخه د مځکې په اړه د خپل دريځ د نرمولو اشاره ورکړې ده او د ده په وینا د (روسيې ولسمشر ولادیمیر) پوتین هم باید خپل دریځ نرم کړي.

ټرمپ په ۲۰۲۴ز کال کې د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپېن پر مهال په بیا بیا ویلي ول چې په واک کې له راتلو سره به جګړه په چټکۍ پای ته ورسوي.

هغه ان دا ویلي ول چې تر لوړې وروسته به په څو ورځو کې جنګ ختم کړي خو اوس وايي چې دا کار ښايي په څو میاشتو کې وشي.

XS
SM
MD
LG