د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وایي پوځ یې په صومالیا کې د داعش یو مخکښ برید پلانوونکی وژلی دی


ټرمپ ويلي وژل شوي تن او ملګري یې امریکا او د هغه اتحادیان ګواښل ـ پخوانی انځور.
ټرمپ ويلي وژل شوي تن او ملګري یې امریکا او د هغه اتحادیان ګواښل ـ پخوانی انځور.

د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، امریکايي پوځ د هغه په حکم د امريکايي پوځ په صومالیا کې په یو برید کې د اسلامي دولت (داعش) يو مشر برید پلانوونکی په نخښه کړی دی.

ټرمپ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل: "هغه قاتلان چې امريکا او اتحادیان یې ګواښل، په يو غار کې اوسېدل."

د هغه په وينا په برید کې ګڼ ترهګر وژل شوي، د هغوی د اوسېدو غار له مینځه وړل شوی او پکې کوم ملکي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

ټرمپ ويلي چې د امريکا پوځ له څو کلونو راهیسې هغه برید پلانوونکی په نخښه کړی وو، خو د هغه تر اوسنۍ ولسمشرۍ پورې نه وو وژل شوی. د هدف ګرځېدلي کس نوم نه دی اخیستل شوی.

د صوماليې ولسمشر حسن شيخ محمد ويلي نوموړي ته د دې برید په اړه معلومات ورکړل شوي او هغه د ترهګرۍ پر ضد په شريکه جګړه کې د امريکا د نه ماتېدونکي ملاتړ ډېره مننه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په صوماليا کې د امريکا د ترهګر ضد هڅې ډېرې مهمې دي چې هرکلی یې کوي. محمد د ټرمپ ستاینه کړې او د هغه مشري یې پرېکنده او زړوره بللې ده.

XS
SM
MD
LG