اروپايي ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که غواړي چې اروپا ته یې بې له ټېکسه صادرات (برامدات) دوام ومومي، نو د بشري حقونو، د کارګرانو د حقونو، او د بیان ازادۍ په برخه کې دې جدي پرمختګ وکړي.
د جنورۍ پر ۳۱مه، ټولنې دا خبرداری په داسې حال کې ورکړ، چې د بشري حقونو لپاره د ټولنې ځانګړي استازي، اولوف سکوګ، اسلاماباد ته د خپل یوه اونۍ سفر پای ته ورساوه.
د اروپايي ټولنې په یوه بیان کې ویل شوي، چې د دې سفر هدف د پاکستان له چارواکو سره د بشري حقونو، د کارګرانو د حقونو، او د جي اېس پي پلس سوداګریزې طرحې د ارزونې په اړه خبرې کول وو.
پاکستان له ۲۰۱۴ زکال راهیسې جي اېس پي پلس سوداګریز سهولت ترلاسه کړی، چې له مخې یې د اروپا بازار ته صادرات دوه چنده زیات شوي دي. خو اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د دې امتیاز دوام د بشري حقونو او اصلاحاتو پورې تړلی دی.
جي اېس پي پلس (GSP+) د اروپايي ټولنې یوه سوداګریزه اسانتیا ده، چې پرمختیايي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې اروپا ته خپل صادرات پرته له مالیاتو یا له لږ محصول سره صادر کړي.
دا اسانتیا یوازې هغو هېوادونو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو، د بیان ازادۍ، د کارګرانو د حقونو، او د چاپېریال ساتنې نړیوال تړونونه عملي کړي. اروپايي ټولنه هر څو کاله وروسته ارزونه کوي، او که پاکستان یاد شرایط پوره نه کړي، نو دا امتیاز له لاسه ورکولی شي، چې دا به د پاکستان صادراتو او اقتصاد ته جدي تاوان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې خلک د بشري حقونونو، کارګرانو حقونو او د بیان ازادۍ د نشتوالي په اړه احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کوي.