د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره د تېلو قیمتونه زیات کړي


د پټرولو بیه د یو لیټر په سر یوه روپۍ زیاته شوې ده.
د پټرولو بیه د یو لیټر په سر یوه روپۍ زیاته شوې ده.

د پاکستان حکومت د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره د پټرولیم مصنوعاتو په قیمتونو کې زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان خزانې وزارت د جنورۍ پر ۳۱مه په جاري کړې اعلامیه کې وویل چې د پټرولو بیه د یو لیټر په سر یوه روپۍ زیاته شوې ده.

بلخوا د های سپیډ ډیزلو قیمت په یو لیټر کې اووه روپۍ زیات شوی دی.

د اعلامیې سره سم د پټرولو یو لیټر بیه اوس 257 روپۍ ۱۳ پیسې او د های سپيډ ډیزلو یو لیټر قیمت 267 روپۍ 95 پیسې شو.

تر دې مخکې حکومت د تېر کال په ډېسېمبر او د روان کال په جنوري کې د پټرولیم مصنوعاتو قیموته زیات کړي وو.

XS
SM
MD
LG