د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي چې ډیر ژر په اوکراین کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د پام وړ خبرې وکړي او اعلان یې کړي.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ به خبرې وکړو، او زه فکر کوم چې ممکنه ده یو څه وکړو چې مهم وي. نوموړي وویل "موږ غواړو دا جګړه ختمه کړو."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د هغه ادارې وار له مخه د دې جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې "د جګړې په اړه جدي بحثونه" کړي دي.
ولسمشر ټرمپ دا ونه ویل چې د هغه د ادارې څوک له روسیې سره په رابطه کې وو خو ټینګار یې وکړ چې دواړه خواوې "وار له مخه خبرې اترې کوي".
نوموړي له دې ویلو ډډه وکړه چې دی هم په دې خبرو اترو کې ښکیل وو که څنګه.
ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ ویلي وو چې هغه غواړي سمدستي له پوتین سره وګوري ترڅو پر اوکراین د روسیې بشپړ یرغل پای ته ورسوي. ټرمپ ویلي وو اوریدلي یې دي، پوتین غواړي ورسره وګوري.
د روسیې له دولتي ټي وي سره په یوه وروستۍ مرکه کې، ولسمشر پوتین ټرمپ یو "هوښیار او عملي سړی" بللی وو او ویلي یې وو چې د امریکا ګټې یې په پام کې دي.
پوتین د جنورۍ پر ۲۹مه د اوکراین له ولسمشر وولودېمیر زیلینسکي سره د سولې مستقیمو خبرو امکان رد کړی وو او ویلي یې وو چې هغه زیلینسکي د اوکراین مشروع مشر نه ګڼي.