د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فاتح او غلجې کلیو د خلکو تر مینځ شوې جګړه کې لږ تر لږه ۹ کسان ژوبل شوي دي.
ځايي ولسي مشرانو او د روغتیا څانګې چارواکیو مشال راډیو ته وویل چې جګړه د جنورۍ پر ۳۱مه سهار شاوخوا لس بجې پیل شوه، چې له دواړو خواوو په کې درنې وسلې کارول شوې دي.
ځیني چارواکي وايي چې په ډزو کې د ایډیشنل مرستیال کمشنر محمد منان په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي.
ټپیان د پاړه چینار روغتون ته رسول شوي دي. د ډاکټرانو په وینا په دوي کې د ډیرو حالت له خطرې بهر دی.
په دغه اړه یو ځايي اوسیدونکی لایق حسین وايي چې جګړه اوس دریدلې ده او امنیتي ځواکونو ځینې مورچې په خپل کنټرول کې اخستي دي.
ځنې سرچیني وايي چې جګړه پر یو مځکه د فصل کرلو پر سر شوی ده خو پولیس وايي په دغه اړه پلټنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په کرمه کې د حکومت د ګرینډ جرګې په مرسته د سولې تړون هم لاس لیک شوی دی، او امنیتي چارواکي وايي چې په سیمه کې د امنیت باوري کولو لپاره هلې ځلې کوي.
په کورمه کې د فرقه ییز تشدد له کبله بیقراري ډیره شوې او پاړه چینار ته تلونکې لاره له تیرو ۴ میاشتو راهیسې د تګ راتګ لپاره تړلی پرته ده.