د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورنر کونډي د خیبر پښتونخوا حکومت په امنیت ساتلو کې ناکام بللی


د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا ګورنر تور پورې کړی چې صوبايي حکومت چې واګي یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دي، د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

فیصل کریم کونډي د جنورۍ پر ۲۸مه، د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې. هغه وویل، صوبايي حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) په مد کې ۵۰۰ اربه اضافي روپۍ ترلاسه کړي دي خو بیا هم د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا کې دپولیسو معاشونه ټیټ دي.

هغه دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیس دترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره عصري وسلې او د مرمۍ ضد ګاډي نه لري او حکومت لره ښايي چې د قانون پلي کوونکیو ادارو ملاتړ وکړي څو هغوی په موثره توګه د امنیت ساتلو لپاره کار وکړي.

فیصل کریم کونډي د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هغه هیواد خاوره باید د دوی پرضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړه، د تحریک انصاف حکومت چې د کومو وسلوالو ډلو سره خبرې او مذاکرات کول، هغو وروسته د حکومت او ولس پر ضد وسلې پورته کړلې.

د تحریک انصاف په مشرۍ کې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ګورنر فیصل کریم کنډي د څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د صوبې د حقونو او په صوبه کې د امنیت په اړه خپل دریځ واضحه کړی دی.

صوبايي حکومت وايي، مرکزي حکومت ورته د بجلۍ د خالصې منافعې پیسې په وخت او په بشپړ ډول نه ورکوي او نه هم د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره چې ورسره د مرستو کومې ژمنې شوې وې، هغه پوره کوي چې له وجې یې یاده صوبه د مالي بحران سره لاس او ګرېوان ده.

په خیبر پښتونخوا کې د امنیت په اړه د صوبايي حکومت او پوځ دریځ دا دی چې د وسلوالو پر ضد یې هدفي عملیات دوام لري او هڅه کوي چې ولسي وګړیو ته زیان ونه رسېږي.

XS
SM
MD
LG