اروپايي ټولنې د روسیې پر وړاندې خپل پراخ بندیزونه وروسته له هغې نوي کړل، چې د مسکو د خپل ملګري هېواد هنګري مشر ویکتور اوربان حکومت ته د انرژۍ اړوند معاملو په اړه ډاډ ورکړ.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کایا کالاس د جنورۍ پر ۲۷مه په اېکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې پر روسیې بندیزونه یو ځل بیا غځوي.
ویکتور اوربان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوستانه اړیکې لري.
د ۲۰۲۲ ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل باوجود، اوربان په وار وار په مسکو د بندیزونو پراخولو او د اروپايي اتحادیې لخوا کییف ته د مرستو د زیاتولو مخالفت کړی دی.
اروپايي اتحادیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسیې د اوکراین یرغل په غبرګون کې سخت بندیزونه لګولي. دې بندیزونو د روسیې اقتصاد، انرژۍ، مالي سیستم، او نړیوالو اړیکې اغېزمنې کړي دی.
د روسیې بانکونه له نړیوال سویفټ (SWIFT) سیسټم څخه وایستل شول، او د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل شوې دي. د تیلو او ګازو واردات محدود شوي، د ټیکنالوژۍ او پوځي وسایلو صادرات بند دي، او ځینې لوړپوړي چارواکي او میلیاردران د سفري بندیزونو او د شتمنیو کنګلول سره مخ شوي دي. سربېره پر دې، د روسیې دولتي میډیا لکه (RT او Sputnik) هم بندې شوي، او روسیې ته د وسلو برامد منع شوی دي.