د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس د ۲۵ اسراييلي يرغملو لیسټ قطري منځګړیو ته سپارلې


د اسراييلو او حماس ترمنځ د قیدیانو پر تبادله د موافقې وروسته ځینې کسان خوشې شوي. انځور له ارشیفه.
د اسراييلو او حماس ترمنځ د قیدیانو پر تبادله د موافقې وروسته ځینې کسان خوشې شوي. انځور له ارشیفه.

فلسطينۍ اسلامي ډلې حماس قطريو منځګړيو ته د ۲۵ اسراييلي يرغملو يو لېسټ ورکړی دی او ويلي يې دي چې هغوی لا هم ژوندي دي.

دا خبره د دې ډلې يو چارواکي چې نوم يې نه دی ښوول شوی، نن (د جنورۍ ۲۷مه) رويټرز اژانس ته کړې.

بلخوا فرانس پريس اژانس د حماس په حواله ويلي چې دې ډلې نن د ګل پر ورځ د غزې شمال ته د هغه سيمې د زرګونه بې کوره شويو خلکو بېرته تګ د يوه لوی بري په توګه ياد کړ.

اسراييليو چارواکو بيا ويلي، دوی باور لري چې د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند د موافقې له لاسليک راهيسې د اوو خوشې شويو کسانو په ګډون ټول ۳۳ اسراييلي برمته ژوندي دي.

امريکا او اورپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.

د اسراييل چارواکود جنورۍ پر ۲۰مه اعلان کړی وو چې ۹۰ فلسطیني بندیان، چې ټول يې ښځې او ماشومان دي، خوشې کړي.

دا راز حماس وسلوالې ډلې څلور اسراييلي ښځینه پوځیانې د جنورۍ پر ۲۵مه د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارلې. دا ښځینه پوځیانې د اسراييل لخوا د ۲۰۰ فلسطیني قیدیانو د خوشې کولو په بدل کې ازادې شوې وې.

د څو میاشتو تر مذاکراتو وروسته، د جنورۍ پر ۱۵مه د اسراييلو او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمالیانو پر تبادله موافقه وشوه، چې د جنورۍ پر ۱۹مه عملي شوه.

د اروپا او امریکا لخوا ترهګر اعلان شوي حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراييلو برید کې له ۱۲۰۰ زیات اسراييليان ووژل او له ۲۰۰ زیات یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل، چې د سیمې د صحت ادارې له مخې پکې له ۴۶،۰۰۰ څخه زیات فلسطينيان وژل شوي، لسګونه زره بې کوره شوي، او ګڼې سیمې ویجاړې شوې دي. په جګړه کې سلګونه اسراييلي پوځیان هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG