د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بندي د کاناډا پخوانی عسکر خوشی شوی دی


په افغانستان کې د کاناډا عسکر. (انځور: ارشیف)
په افغانستان کې د کاناډا عسکر. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې نیول شوی پخوانی کاناډایي پوځي له شاوخوا دوه نیمې میاشتې زندان وروسته خوشی شوی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې ډاویډ لاویري د جنورۍ پر ۲۶مه د قطر په منځګړیتوب ازاد شوی دی.

اژانس لیکي چې دا عسکر د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۱مه کابل کې نیول شوی وو خو د هغه د نیول کېدو لامل لا هم روښانه نه دی.

ډاویډ لاویري پخوا په کاناډا کې ملکي چارو ته د پخوانیو پوځیانو د انتقال له شبکې سره کار کاوه.

یادې ادارې د هغه تر نیول کېدو وروسته ویلي وو چې دغه سرتیري د بشري چارو په موخه کابل ته وخت نا وخت سفرونه کول.

بل لورته د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د جنورۍ پر ۲۶مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له ډاویډ لاویري سره یې خبرې کړي او هغه قطر ته رسیدلی دی.

نوموړې په دې برخه کې د خپل قطري سیال د همکارۍ او منځګړیتوبه مننه کړې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه کاناډایي په داسې حال کې خوشې شوی چې تېره اونۍ طالبانو په امریکا کې د یو بندي افغان په بدله کې په افغانستان کې بندي دوه امریکایان خوشي کړي وو.

XS
SM
MD
LG