د امریکا او کولمبیا ولسمشرانو د د جنورۍ پر ۲۶مه له هغه وروسته لفظي شخړه وکړه چې کولمبیا له امریکا د اېستل شویو کسانو دوو الوتکو ته پر خپله خاوره د کوزېدو اجازه ورنکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایکس پاڼه لیکلي چې الوتکو ته د کولمبیا د ولسمشر ګوستاو پیټرو د کوزیدو اجازه نه وه ورکړې.
ولسمشر ټرمپ ليکلي چې "دې یو عمل د امریکا ملي امنیت او عامه خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی."
خو د کولمبیا ولسمشر پیټرو خپلې پریکړې ته د جواز په توګه ویلي چې "کډوال مجرمان نه دي، له هغوی سره باید په درناوي چلند وشي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې خپلې ادارې ته یې لارښوونه کړې چې له کولمبیا څخه امریکا ته پر ورتلونکو ټولو توکو ۲۵ فيصده بیړني تعرفې یا ټیرف ولګوي چې له وجې به يې نرخونه په يوه اونۍ کې ۵۰ فيصده لوړیږي.
ولسمشر ټرمپ د کولمبیا پر حکومتي چارواکو د سفر بندیزونه او د هغوي پر ملګرو او ملاتړو د ويزې نور محدويتونه هم اعلان کړل.
امریکايي ولسمشر زیاته کړې چې "دا ګامونه یوازې پیل دی."