د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوډان کې پر سعودي روغتون د بې‌ پیلوټه الوتکې په برید کې ۷۰ تنه وژل شوي دي


سوډان کې په وروستیو ورځو کې کورنۍ جګړه شدیده شوې ـ پخوانی انځور.
سوډان کې په وروستیو ورځو کې کورنۍ جګړه شدیده شوې ـ پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس ویلي چې د سوډان په الفاشر ښار کې پر یو روغتون د بې‌ پیلوټه الوتکې په برید کې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي.

رویټرز او اسوشېټېډ پرېس د جنورۍ پر ۲۶مه د نوموړي په حواله لیکلي چې هغه سعودي روغتون په الفاشر کې د ښځو او ماشومانو د درملنې یوازینی فعاله مرکز وو.

اېدهانوم ګیبریېسس ویلي دا برید د هغو حملو یوه لړۍ ده چې په افریقايي هېواد سوډان کې په وروستیو ورځو کې د کورنۍ جګړې د سختېدو پر مهال شوي دي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت پېښه غندلې او حمله یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

په سوډان کې نښتې د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۵مه تر هغه وروسته پیل شوې چې د یوې پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او د پوځ پرضد یې جګړه پیل کړه.

په هغه هېواد کې د جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي، مېلینونه بې‌ کوره شوي، او د هېواد نیمايي نفوس له لوږې سره مخامخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG