د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین ترمینځ د اورګاډي پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز موافقه تر یو بل کاله غځول شوې ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د جنورۍ پر ۲۵مه پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هغې پټلۍ په وسیله ۴،۲۰۰ کانټینره سامانونه انتقال شوي دي.
حق شناس لیکلي چې د څلورو هېوادونو د اړوندو ادارو چارواکو د رېلي دهلېز د موافقې غځولو اسناد په ازبکستان کې لاسلیک کړل.
هغه پټلۍ له چین، قرغیزستان او ازبکستانه په تېرېدو د حیرتان - مزارشریف له اوسپینیزې کرښې یا پټلۍ سره وصلېږي.
د نړې هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ګاونډیو په ګډون یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او نورې اړیکې پالي. چین او روسیه له هغو هېوادونو څخه دي چې له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري خو هغوی هم ورباندې په بیا بیا د ټولګډونه حکومت جوړولو او د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول، د ښځو د حقونو خوندي کولو ټینګار کړی دی.