د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد عدالت څلور کسان په ټولنیزو رسنیو کې د مذهبي نفرت خپرولو په تور په اعدام محکوم کړل.
دا څلورو کسان د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون د ۱۱ مې مادې له مخې تورن شوي وو او د قضيې اوريدنه یې قاضي محمد طارق ايوب وکړه .
هغه هر يو تورن کس ته د ۱۰ کاله بند او هر يوه ته د يو میلیون روپو جرمانې سزا هم واوروله.
د تورنو کسانو پر ضد قضیه د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې ثبت شوې وه. پر دوی تور وو چې پر فیس بک او نورو ټولنیزو رسنیو یې د مذهبي سپکاوي مواد خپرول او مذهبي بې اتفاقۍ ته یې لمن وهله.
د تورونو کسانو د دفاع وکيل منظور رحماني د محکمې پر پرېکړه او د ثبوتونو په نه شتون نيوکې وکړې.
هغه خبریالانو ته وويل، په داسې قضیو کې د مذهبي غبرګون او د قاضي پروړاندې د احتمالي ډله يیز تاوتریخوالي له ويرې تورونو کسانو ته برات نه ورکول کيږي.
هغه زیاته کړه چې د دې پريکړې پر ضد به هايي کورټ (لوړې محکمې) ته عريضه ورکوي.