د اسراييل او حماس ترمینځ د شوي اوربند له مخې څلور نور اسراييلي يرغماليان خوشې شوي دي.
رويټرز خبري اژانس وايي، حماس وسلوالې ډلې څلور اسراييلي ښځینه پوځیانې نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارلې. دا ښځینه پوځیانې د اسراييل لخوا د ۲۰۰ فلسطیني قیدیانو د خوشې کولو په بدل کې ازادې شوې دي. دغه پوځیانې، چې په خپل پوځي مرکز کې وې، د حماس لخوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په برید کې د اسراييل د برير له سیمې تښتول شوې وې.
د څو میاشتو تر مذاکراتو وروسته، د جنورۍ پر ۱۵مه د اسراييلو او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمالیانو پر تبادله موافقه وشوه، چې د جنورۍ پر ۱۹مه عملي شوه.
د اروپا او امریکا لخوا ترهګر اعلان شوي حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراييلو برید کې له ۱۲۰۰ زیات اسراييليان ووژل او له ۲۰۰ زیات یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل، چې د سیمې د صحت ادارې له مخې پکې له ۴۶،۰۰۰ څخه زیات فلسطينيان وژل شوي، لسګونه زره بې کوره شوي، او ګڼې سیمې ویجاړې شوې دي. په جګړه کې سلګونه اسراييلي پوځیان هم وژل شوي دي.