د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د خپلو مشرانو نیولو لپاره د جرمونو نړیوال عدالت امر رد کړ


د جرمنو نړیوال عدالت د طالبانو د مشر هبت الله اخوند زاده په ګډون د دوو لوړ پوړو چارواکیو نیولو امر کړی وو.
د جرمنو نړیوال عدالت د طالبانو د مشر هبت الله اخوند زاده په ګډون د دوو لوړ پوړو چارواکیو نیولو امر کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو عبوري حکومت د جرمونو د نړیوال عدالت لخوا د ښځو د ځورولو په تور د دوه طالب مشرانو د نیولو امر رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انټرنیشنل کریمنل کورټ مشر څارنوال کریم خان د جنورۍ په ۲۳ مه اعلان وکړ چې هغه د طالبانو د مشر هبت الله اخوند زاده په ګډون د دوو لوړ پوړو طالب چارواکیو د نیولو د امر جاري کولو خواست کړیدی.

نوموړي زیاته کړه چې "د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جرمونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې لاس لري."


د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات د جنوري پر ۲۴ په یوه اعلامیه کې د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د دوی د رهبر هبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو جلب دوه ګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع بللې ده. وزارت په اعلامیه کې په دغو طالب مشرانو د نړیوالې جنايي محکمې تورونه بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي.

له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د زده کړو او کار په ګډون یې پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي او د ځینو په باور هڅه کوي چې د ټولنې دا نیمايي نفوس د ژوند له ټولو برخو څنډې ته کړي.

XS
SM
MD
LG