د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو د نږدې ټولو پروګرامونو لپاره د نوي مالي پانګو ورکول درولي دي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنوري پر ۲۴ په ټوله نړۍ کې د امریکا سفارتونو ته یو پیغام واستاوه چې پکې د هغه اجرایوي فرمان عملي کول په ګوته شوي چې ټرمپ د جنوري پر ۲۰مه لاسلیک کړی و.
په دې فرمان کې نوموړي ویلي وو چې نورې به امریکايي بهرنۍ مرستې په داسې ډول نه ورکول کیږي چې د امریکا د ولسمشر د بهرني سیاست سره په بشپړه توګه سمون ونلري.
دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه هڅو یوه برخه ده چې غواړي پروګرامونه د هغه د بهرني سیاست له اهدافو سره سم کړي.
بلخوا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې لوړ پوړي غړي ګریګوري میکس د دې اقدام په وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا په ټوله نړۍ کې د امریکا مشرتابه او اعتبار کمزوری کوي.
نوموړي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې وویل چې د امریکا د بهرنیو مرستو پروګرامونه په نورو هیوادونو کې ثبات ته وده ورکوي ترڅو د بحرانونو د پراختیا مخه ونیسي چې نیغ په نیغه تر امریکا ونه رسیږي.
د یادونې وړ ده چې امریکا د نړۍ ترټولو لوی مرسته کوونکی هیواد دی، چې هر کال لسګونه اربه ډالره ورکوي.