د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش ډلې خراسان څانګې په افغانستان کې د يو چينايي د وژلو ذمه واري منلې ده


وژل شوي چينايي وګړي د تخار په کانونو کې کار کاوه.
وژل شوي چينايي وګړي د تخار په کانونو کې کار کاوه.

د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د افغانستان په تخار ولایت کې د یوه چینایي د وژلو ذمه واري منلې ده.

داعش پر خپلې خبرې ووبپاڼې اعماق ليکلي چې وسلوالو يې هغه چینايي وګړی په کلاشنیکوف وویشت.

په تخار کې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د لي په نوم یو چینایی د جنورۍ پر ۲۱مه شپې مهال دشت کلا ولسوالۍ ته پر لاره ووژل شو.

ځايي رسنیو ویلي دي چې وژل شوي چینايي وګړي د تخار او بدخشان په کانونو کې کار کاوه.

رسنۍ وايي چې وسلوالو د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې او له هغه سړي یې څه پیسې هم وړې دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

رسنۍ وايي، له هغه سره يو ژباړونکی هم مل وو چې په برید کې ورته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په میاشت کې هم د افغانستان سرحد ته نېږدې د تاجکستان پر خاوره په یو برید کې یو چینایی وژل شوی او څلور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG