د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تخار کې وسلوالو یو چینايي وګړی وژلی دی


چارواکي وايي پېښه د تالقان ښار او دشت کلا ولسوالۍ ترمینځ پر سړک شوې ده
چارواکي وايي پېښه د تالقان ښار او دشت کلا ولسوالۍ ترمینځ پر سړک شوې ده

سیمه ییزې رسنۍ وايي، وسلوالو د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې یو چینايي وګړی وژلی دی.

ځايي رسنیو ویلي دي چې هغه چینايي وګړي د تخار او بدخشان په کانونو کې کار کاوه.

افغان اسلامي اژانس په تخار کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند محمد اکبر حقاني له خولې ویلي دي چې هغه سړی د جنورۍ پر ۲۱مه شپې مهال د تالقان ښار او دشت کلا ولسوالۍ ترمینځ پر سړک د وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.

رسنۍ وايي چې وسلوالو د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې او له هغه سړي یې څه پیسې هم وړې دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ښکاره کړي.

پر چینايي وګړي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د پېښې په اړه په تخار کې د طالبانو له حکومتي چارواکو معلومات واخلي خو پر پرله پسې رابطو سربېره هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG