اوکراینیو چارواکو ویلي چې روسیې د مرکز کییف ترڅنګ پر زپورېژیا ښار "خونړۍ حملې" کړې دي.
چارواکي وایي د جنورۍ پر ۱۸مه سهار شپږ بجې په کییف کې د لوکیانیفسکا سیمې د ځمکلاندې اورګاډي تمځای په بیلېسټېک توغندي ویشتل شوی.
د مرکز د پوځي انتظامیې مشر تیمور تکاچېنکو وايي، په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او درې ټپیان دي.
د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو پر ټېلېګرام لیکلي: "د شېوچېنکیفسکي سیمې په یوه غیر رهایشي ودانۍ کې اور لګېدلی دی. د استوګنې د یوې بلې ودانۍ کړکۍ ماتې شوي او په داخلي دروازه کې یې لوګی دی."
اوکراینیو چارواکو داراز د جنوب ختیځ ښار زپورېژیا پر یوې ودانۍ د روسیې په بمبارۍ کې د ځینو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل وکړ. کییف مسکو ملامتوي چې د استوګنې ودانۍ په نخښه کوي. خو مسکو په داسې حال کې، چې د دې دعوې د اثبات لپاره شواهد ورځ تر بلې زیاتېږي، دا تور ردوي.