د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران کې د ايران د ستر عدالت ۲ قاضيان وژل شوي


علي رازیني ښۍ خوا ته او محمد مقیسه کینې خوا ته ـ انځور له ارشیفه
علي رازیني ښۍ خوا ته او محمد مقیسه کینې خوا ته ـ انځور له ارشیفه

د ایران په مرکز تهران کې د سپریم کورټ دوه قاضیان په ډزو وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د ایران د قضا ویبسایټ "میزان" راپور ورکړی چې برید کوونکي نن (د جنورۍ پر ۱۸مه) د سترې محکمې مخې ته، له دې قاضیانو سره د ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د ایران قضائیې ویلي چې وژل شوي ججان محمد مقیسه او علي رازیني نومېدل. د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د یوه قاضي یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د دې حملې انګېزه لا معلومه نه ده. د اپوزېشن ویبسایټونو مخکې راپور ورکړی و چې مقیسه د هغو کسانو په محاکمه کې شامل و، چې سیاسي بندیان ګڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG