اسراییلي حکومت نن (د جنورۍ پر ۱۸مه) په رسمي توګه په غزه کې د اوربند منظوري ورکړه.
رویټرز خبري اژانس لیکي چې د اسراییلي وزیراعظم دفتر اعلان وکړ چې د کابینې د ټولو غړو تر اوږدې ناستې وروسته دوی دغه منظوري ورکړه. اژانس زیاتوي چې د اسراییلو انصاف وزارت د جمعې پر ورځ د هغو ۹۵ فلسطیني قیدیانو لست خپور کړ چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د شوي تړون په نتیجه کې به په لومړي پړاو کې خوشې کېږي.
دا راز د اسراییلي وزیراعظم دفتر پخلی کړی چې اسراییلي یرغمالیان د پلان مطابق د اتوار په ورځ خوشې کېدی شي. د اسراییلو رسنۍ وايي چې د اوربند تړون له مخې په لومړي پړاو کې به ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې شي.
د اسراییلو او حماس ترمینځ په غزه کې د اوربند او د یرغمالیانو او قیدیانو د خوشې کولو موافقه د جنورۍ په ۱۵مه لاسلیک شوه. د قطر وزیراعظم د جنورۍ په ۱۵مه ویلي چې اوربند به د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شي.
حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر اسراییلو برید وکړ، چې په غبرګون کې یې اسراییلو په غزې تړانګه کې جګړه پیل کړه. په دې جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.