د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه او ایران نن نوی ستراتیژیک تړون لاسلیکوي


ولادیمیر پوتین (کیڼ لوري ته) د جنورۍ پر ۱۷مه په مسکو کې له مسعود پزشکیان سره ستړي مه شي کوي.
ولادیمیر پوتین (کیڼ لوري ته) د جنورۍ پر ۱۷مه په مسکو کې له مسعود پزشکیان سره ستړي مه شي کوي.

ټاکل شوې چې ایران او روسیه له یو بل سره د "جامع ستراتیژیکې ملګرتیا" تړون لاسلیک کړي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه وايي، ټاکل شوې چې ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان د جنورۍ پر ۱۷مه په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره موافقه لاسلیک کړي.

د روسیې تاس او رویټرز خبري اژانسونه وايي، پزشکیان د جنورۍ پر ۱۷مه له پوتین سره د خبرو او د موافقې لاسلیکولو لپاره مسکو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تهران او مسکو له کلونو راهیسې د ژورو همکاريو د لا نو پیاوړي کولو په تکل دي.

کرېملېن د جنورۍ پر ۱۳مه اعلان کړی وو چې ایرانی ولسمشر د همکارۍ د یو نوي تړون د لاسلیکولو په موخه مسکو ته ځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسماعیل بقايي د جنورۍ پر ۱۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي ول چې د هغې موافقې تیارولو دوه نیم کاله وخت نیولی دی.

تاس خبري اژانس په مسکو کې د ایران د سفیر کاظم جلالي له خولې لیکي چې د مسکو او تهران ترمینځ نوی ستراتیژیک تړون به د ۲۰ کلونو لپاره وي.

XS
SM
MD
LG