د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مونټېنېګرو کې ګڼو خلکو د ۱۳ کسانو د وژنې ضد لاریون کړی دی


د مونټېنېګرو په مرکز پودګوریڅا کې مظاهرچیانو د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه ـ د جنورۍ ۱۶می انځور.
د مونټېنېګرو په مرکز پودګوریڅا کې مظاهرچیانو د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه ـ د جنورۍ ۱۶می انځور.

په مونټېنېګرو کې زرګونو خلکو د هغو ۱۳ کسانو د وژنې پرضد لاريون کړی چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د هغه هېواد په څېتیني ښار کې وژل شوي ول.

د جنورۍ پر ۱۶مه په سرښار پودګوريڅا کې احتجاج کوونکو د هغې پېښې پر وړاندې د حکومت د "ناکافي غبرګون" په اړه اعتراض وکړ او د لوړپوړو امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه يې وکړه.

هغوی وویل چې پېښه د مونټېنېګرو د "مات شوي نظام" او د چارواکو د "غیر ذمه وارانه" کړنو پایله وه.

د لاريون ګډونوالو د وسلو د ضبطولو، د وسلو د جوازونو ترلاسه کولو لپاره د سختو مقرراتو او په ښوونځیو کې د لازمي مضمون په توګه د مدني زدکړو د بیا معرفي کولو غوښتنه هم وکړه.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له څېتیني ښار سره نېږدې په یوه کلیواله سیمه کې د الېکساندر مارتینووېچ په نوم یو ۴۵ کلن سړي د رستوران په استقبالیه کې تر لفظې شخړې وروسته ډزې وکړې چې پکې د رستوران مالک، د هغه ماشومان او د بریدګر د خپلې کورنۍ غړي هم ووژل شول. وروسته چې پولیسو هغه تقیباوه نو خپل ځان یې هم وويشت او روغتون ته پر لاره ومړ.

حکومت د هغې پېښې په غبرګون کې درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی وو.

مونټېنېګرو د سویل ختیځې اروپا په بالکان سیمه کې یو کوچنی هېواد دی چې له سربیا، کوسوو، البانیا، بوسنیا هرڅوګووینا او کروېشیا سره پولې لري.

XS
SM
MD
LG