د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت له ننه د ډیزلو او پېټرولو بیې لوړې کړې دي


د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د تېلو د پمپ يو کارکوونکی موټر ته تېل اچوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د تېلو د پمپ يو کارکوونکی موټر ته تېل اچوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو دوو اونیو پورې د ډیزلو او پېټرولو بیې لوړې کړې دي.

د مالیې وزارت د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ته په کتو د یو لیټر ډیزلو نرخ څه کم درې روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بیه ۲۵۸.۳۴ روپۍ ته رسېدلې ده.

وزارت دا راز ویلي چې د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا نيمه روپۍ (۵۶ پيسې) لوړوي چې ورسره یې نرخ ۲۵۲.۶۶ روپۍ ته لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې، د پاکستان حکومت د ډېسېمبر له ۱۵مې نېټې څخه د ډیزلو او کېروسين تېلو بيې د ليټر پر سر شاوخوا درې روپۍ کمې کړې وې او د پېټرولو هغه يې پر ځای ساتلې وه.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG