د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان د الوتکې لوېدو پر پېښه ملي وير لمانځي


د ازریایجان په مرکز باکو کې د هیواد ملي بیرغ د ماتم له وجې نیمه ځوړند دی. انځور ډېسېمبر ۲۶، ۲۰۲۴م
د ازریایجان په مرکز باکو کې د هیواد ملي بیرغ د ماتم له وجې نیمه ځوړند دی. انځور ډېسېمبر ۲۶، ۲۰۲۴م

اذربایجان د ډېسېمبر پر ۲۶مه د ملي ویر د ورځې په توګه لمانځي ځکه چې یوه ورځ وړاندې د هغه هیواد یوه مساپر وړونکې الوتکه په قازقستان کې وغورځېده چې پکې د تازه معلوماتو له مخې ۳۸ کسان مړه شوي دي.

د امبرایر په نوم په دې مساپر وړونکې الوتکه کې د عملې په ګډون ټول ۶۷ کسان سپاره وو. الوتکه د ډېسېمبر پر ۲۵مه له اذربایجان څخه روسیې ته روانه وه چې د قزاقستان په اکتاو ښار کې پرېوته. د قازقستان چارواکو ویلي چې په پېښه کې ۲۹ تنه ژوندي پاتې شوي دي.

د اذربایجان او قازقستان چارواکو د الوتکې پرېوتو د وجوهاتو چې تراوسه معلوم نه دي، پلټنې پیل کړي دي. په الوتکه کې د اذربایجان ۴۲، د روسیې ۱۶، د قازقستان شپږ او د کرغیرستان درې وګړي ناست وو.

XS
SM
MD
LG