د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریا وایي د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا ۱۲،۰۰۰ پوځیان په اوکراین کې جنګېږي


د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپل هېواد د پوځیانو له یوې ډلې سره د لیدو پرمهال له هغوی سلامي اخلي - پخوانی انځور.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپل هېواد د پوځیانو له یوې ډلې سره د لیدو پرمهال له هغوی سلامي اخلي - پخوانی انځور.

د جنوبي کوریا پوځ وايي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ګټه د خپلو پوځیانو او وسلو په چمتووالي لګیا ده.

جنوبي کوریا ویلي، شمالي کوریا غواړي ډېر شمېر پوځیان، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې روسیې ته ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې ترې ګټه واخلي.

د مشال راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، د جنوبي کوریا د پوځ مشر د ډېسېمبر پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل، شمالي کوریا سلګونه خودکاره او لېرې واټن ويشتونکې توغندي، مرمۍ ضد ګاډي او نور پوځي تجهیزات روسیې ته سپارلي دي.

لوېديزو هېوادونو او جنوبي کوریا په ګډه تایید کړې چې دا مهال په اوکراین کې د شمالي کوریا ۱۲،۰۰۰ پوځیان د روسیې په ګټه جنګېږي.

د جنوبي کوریا د امنیت ادارې تیره اونۍ ویلي وو، په اوکراین کې د شمالي کوریا شاوخوا ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او له ۱۰۰۰ زيات نور ژوبل شوي دي.

شمالي کوریا د دوستانه ستراتیژایک هوکړه لیک له مخې اوکراین ته له روسيو پوځیانو سره يو ځای خپل پوځیان لېږدولي او د اوکراین پرضد جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG