د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش په سوریه کې د هوایي بریدونو د ختمولو غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ـ پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ویلي دي چې په سوریه (شام) کې هوايي بریدونه او د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف کړنې باید ژر ختمې کړل شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۹مه وویل چې هر ډول جګړه او تاوتریخوالی باید بند شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر اتمه د بشارالاسد حکومت تر نسکورېدو وروسته اسراییلو په سوریه کې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی. اسراییل وايي دا بریدونه د دې لپاره کوي چې وسلې او پوځي ځایونه، چې د وسلوالو لخوا کارېدلای شي، ویجاړ کړي.

بلخوا د بېلجیم وزيراعظم الکساندر دي کرو ویلي دي چې اروپايي ټولنه باید د سوریې له نوي حکومت سره خبرې وکړي، ترڅو د سوریې لپاره بشري مرستې برابرې کړي او د راتلونکي لپاره حساب کتاب وشي.

د بشار الاسد له پرځېدو وروسته، واک اوس د هیت تحریر الشام ډلې لاس ته ورغلی دی. دغه ډله وايي چې د سوریې د ټولو خلکو استازیتوب کوي، خو ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه دا ډله ترهګره بولي او بندیزونه یې ورباندې لګولي دي.

XS
SM
MD
LG