د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په کورمه کې یو ولسي مشر وژلی دی


په کورمه کې یو امبولانس په برید کې ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې یو امبولانس په برید کې ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا کورمې ضلعې په بګن سیمه کې وسلوالو یو ولسي مشر وژلی دی.

د کوزې کورمې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ملک رییس ګل د ډېسېمبر پر پینځمه ماسپښین مهال د یوې شخړې د هواري لپاره په جومات کې په یوه جرګه کې ناست وو چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه او و یې واژه.

هغه چارواکی وايي چې په جرګه کې نور کسان هم ناست ول خو وسلوالو یوازې نوموړی وویشت او وتښتېدل.

تر اوسه معلومه نه ده چې وسلوالو هغه ځايي مشر ولې وواژه او د حملې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په کورمه کې تر دې مخکې هم په دې ډول حملو کې ولسي مشران په نخښه شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG