د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ پولیس وایي، هلته په دوو جلا جلا چاودنو کې د یو پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د یادې ضلعې د پولیسو ویاند محمد اسرار د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د لوی ماموندو په ایراب نومي کلي کې سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د اصغر نومي تن د کوره مخې ته وتلی وو چې چاودنه ورباندې شوې او هغه پکې وژل شوی دی.
د محمد اسرار په وینا، دې کس شخصي دښمني هم درلوده خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه د دښمنۍ پر اساس شوې او که نه د ترهګرۍ پېښه ده.
پولیسو وايي چې بل پلو شاوخوا اته نیمې بجې د هم دې تحصیل د ماموندو په مینه خوړ کې د احسان په نامه د پولیس غړي د کور مخې ته چاودنه شوې ده چې له کبله هغه ژوند له لاسه ورکړی دی.
پولیس وايي چې په دې پېښه کې د احسان یو زوی هم ټپي شوی خو اوس یې روغتیايي حالت له اندېښې بهر دی. د دواړو پېښو زمه وار لا چا نده منلې.
دا په داسي حال کې ده چې په باجوړ کې د نومبر پر ۱۴مه د جماعت اسلامي ګوند يو مخکښ هم وژل شوي وو.
په سيمه کې سياسي ګوندونو او فعالانو د ناامنۍ پېښو پرضد مظاهري او لاريونو کړي دي. خو حکومت او امنيتي اداري وايي، په قبايلي ضلعو کې د وسلوالو پرضد هدفي عمليات دوام لري.