د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیرن ډېکر: افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نه شي رسېدلای


د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکر یوې غونډې ته د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکر یوې غونډې ته د وينا پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) وايي چې هغه هېواد د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نه شي رسېدلای.

کیرن ډېکر د زدکړو د نړيوالې اونۍ په تړاو د نومبر پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې هغه زدکړو ته د مساوي لاسرسي لپاره "د امريکا ژمنتیا بیا تکراروي."

نوموړي زياته کړې: "په افغانستان کې د ښځو پر زدکړو اوسني محدودیتونه نجونه او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي."

په داسې حال کې چې روانه اونۍ "د زدکړو نړيوالې اونۍ" په توګه لمانځل کیږي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیزونه لګېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د هغو محدودیتونو له امله په افغانستان کې تر یو مېليون او ۴۰۰،۰۰۰ لکه زياتې نجونې له زدکړو محرومې شوې دي.

بلخوا د طالبانو حکومت ويلي دي چې دا بنديز يې تر "امر ثاني" يا دويم امر پورې لګولی، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې څه وخت به د نجونو پر زدکړو لګولی بنديز ليرې کوي.

XS
SM
MD
LG