د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له روسيې د برېکس د غړيتوب لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې


د روسيې د فېډرېشن شورا مشرې والنتينا ماتيينکو د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې له ولسمشر اصف علي زرداري سره وليدل.
د روسيې د فېډرېشن شورا مشرې والنتينا ماتيينکو د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې له ولسمشر اصف علي زرداري سره وليدل.

د پاکستان ولسمشر د روسيې له پارلېماني پلاوي سره د ملاقات پر مهال تمه ښوولې چې مسکو به په برېکس سازمان کې د اسلام اباد د غړیتوب د ترلاسه کولو ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې د روسيې سفارت پر خپله اېکس پاڼه (پخوانی ټویټر) ليکلي چې د روسيې د فېډرېشن شورا (سېنېټ) سپیکرې والنتينا ماتيينکو په مشرۍ پلاوي د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې له ولسمشر اصف علي زرداري سره وليدل.

بیان زیاتوي چې پاکستان او روسيه، په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې، بریالي شوي چې په لوړ کچ دوه اړخيزه همکاري وکړي.

تر ملاقات وروسته پاکستان پیپلز ګوند پر خپله ووبپاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې په هغه ملاقات کې د روسيې او پاکستان ترمینځ د تجارت، سوداګرۍ، پانګونې او کرنې په برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر لا پیاوړې کولو ټينګار وشو.

بیان زیاتوي چې ولسمشر اصف علي زرداري غوښتنه وکړه چې روسيه دې د برېکس سازمان د غړي جوړېدو په برخه کې د پاکستان ملاتړ وکړي.

د روسيې فېډرېشن شورا دغه پلاوی د اکتوبر پر ۲۷مه اسلام اباد ته رسېدلی وو. دوی د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ له سپيکر ایاز صادق سره هم ولیدل.

تر هغه وړاندې، پاکستان او روسيې په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلېمان په ودانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې "د پارلېماني همکارۍ د زیاتولو" لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ.

د پاکستان د سېنېټ مشر يوسف رضا ګيلاني او د روسيې د فېډرالي پارلېمان د فېډرېشن شورا مشرې والنتينا ماتويينكو د خپلو اړوندو هېوادونو په استازيتوب پر دې تفاهم نامه لاسليكونه وکړل.

د پاکستان سېنېټ د اکتوبر پر ۲۸مه پر خپله اېکس پاڼه د دې دستورې یوه ویډیو شریکه کړې چې پکې د دواړو مشرانو ترمينځ د تړون د لاسلیک مراسم ښوول شوي دي.

پر دې مهال يوسف رضا ګيلاني وويل چې دغه هوکړه لیک "د پارلېماني سفارتکارۍ د پراختیا بنسټ" جوړوي او د دواړو هېوادونو ترمينځ د همکارۍ د لا پراختیا لپاره "د پارلېماني پلاوي پر تبادلې ټینګار کوي".

پر دې مهال د روسي پلاوي په درناوي کې د پاکستان سېنېټ د مشر یوسف رضا ګېلاني په مشرۍ کې يوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه.

د روسيې سفارت په بیان کې ويلي چې والنتينا ماتيينکو غونډې ته د وینا پر مهال وويل چې روسيه د پاکستان دې "خواهش ته ډېره متوجه ده" چې له برېکس سازمان سره همکاري ژوره وکړي.

برېکس د مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو سازمان دی چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا پکې شامل دي او د هغو هېوادونو د انګرېزي نومونو لومړي توري د دغې ټولنې نوم جوړوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې مصر، اېتیوپیا (حبشه)، ایران او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ټولنې نوي غړي شول.

هغه ټولنه په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې وه چې لومړی "برېک" نومېده، خو یو کال وروسته چې جنوبي افریقا یې هم غړیتوب ترلاسه کړ نو نوم یې "برېکس" شو.

برېکس هر کال سرمشریزې غونډې کوي چې تازه هغه يې د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې وشوه. د سرمشریزو هدف د غړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي همکارۍ، نړیوال تجارت، مالي چارې، ټېکنالوژۍ او د نورو ګډو مسایلو په اړه خبرې اترې کول او همکاري پیاوړې کول دي.

XS
SM
MD
LG