د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) د پاکستاني حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز او د ترهګرۍ ضد قوانینو په کارولو سخته نیوکه کړې ده.
سازمان د اکتوبر پر اتمه په بیان کې غوښتنه کړې ده چې حکومت باید په سمدستي توګه دغه بندیز ليرې کړي او د پي ټي اېم د فعالانو او احتجاج کوونکو د ځورونو مخنيوی دې وکړي.
په بیان کې د جنوبي اسیا لپاره د سازمان مرستیال مشر بابو رام پنت ویلي دي چې دا بندیز د پي ټي اېم د سوله يیزو احتجاجونو د ځپلو هڅه ده او حکومت غواړي په دې توګه د اکتوبر ۱۱مې د غونډې مخه ونیسي. "کلونه کېږي چې پاکستاني چارواکي د مظلومو سیمو خوځښتونه په زور، جبري بې درکيو او د رسنیزو بندیزونو له لارې ځپي."
دا په داسې حا ل کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه، د يو فرمان په خپرولو سره پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه. په فرمان کې دعوه شوې وه چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."
خو د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي دوی همېشه د عدم تشدد له لارې د پښتنو د حقونو او ترهګرۍ په خلاف مبارزه کړې ده نو ځکه دا بندیز "ظالمانه" دی. هغه د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پرېکړه د پښتنو د حقونو لپاره د ځوانانو د سوله ییزو هڅو ودرولو کوښښ دی چې کامياب به نه شي.
نوموړي د پاکستان پر حکومت نيوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره پر بشري حقونو پښې ږدي. "تش په نوم وفاقي حکومت پر پي ټي اېم د بندیز په لګولو له ټولو حدودو تېر شوی دی."
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د يو سازمان يا ډلې خلاف له شواهدو او ثبوتونو تر لاسه کولو وروسته حکومت پر هغه بنديز لګوي.
نوموړي د څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له "ترهګرو ډلو" سره تماسونه لري. "د پي ټي اېم رابطه نه يوازې له تحريک طالبان افغانستان سره ده بلکې له تحريک طالبان پاکستان سره هم د هغوی بشپړه رابطې دي."
نوموړي ادعا وکړه چې پي ټي اېم "رياست ضد بيانيه" پر مخ وړي او په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستان پر سفارتونو او کونسلګريو په بريدونو کې لاس لري.
تارړ زياته کړه چې پي ټي اېم ته له بهرنيو هېوادونو څخه د مالي مرستو لېږلو په اړه يې پلټنې روانې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ لا تر اوسه د تارړ د دعوو او تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په خپلو غونډو او بيانیو کې د وسلوالو طالبانو په ګډون د هرډول ترهګرۍ او جنګ خلاف غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره "سوله ييزه مبارزه" کوي.
د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ګرځول د ګڼو ادارو، سیاستوالو او مدني فعالانونو غبرګونه پارولي دي.
د اکتوبر پر شپږمه د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پر پي ټي اېم د بندیز غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې د بندیز فېصله دې بېرته واخلي. کمېشن ویلي چې پي ټي اېم هیڅ کله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره په ایني چوکاټ کې دننه مبارزه کوي.
کمېشن زیاته کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ په ايين کې دننه د خپلو اهدافو خبره کړې نو د بندیز لګولو جواز پرې نه جوړېږي. کمېشن ويلي حکومت دې دغه غورځنګ خپلې سوله ییزې مبارزې ته پريږدي.
بل خوا د بشري حقونو فعالانو او سیاستوالو د دې پرېکړې له امله پر حکومت نیوکو او د پي ټي اېم ملاتړ ته دوام ورکړی دی. د بلوچستان نيشنل پارټۍ (مینګل) مشر، سردار اختر جان مينګل پر اېکس ليکلي چې په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې پر ملتپالو تحريکونو بندیزونه لګول کېږي. هغه زیاته کړې ده چې پخوا د پښتنو، بلوڅو او سندیانو پر ګډ ګوند، نيشنل عوامي پارټۍ هم بندیز لګېدلی وو.
پر دې سربیره، عوامي نيشنل ګوند هم پر پي ټي اېم بندیز غندلی دی. د ګوند وياند انجنیر احسان الله خان د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د وفاقي حکومت دغه پرېکړه "د پښتنو غږ خاموشه کولو" هڅه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پخواني غړي او اوسمهال د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ پر پي ټي اېم د بندیز له وجې د پاکستان پر ریاست سختې نيوکې کړې دي. هغه پر اېکس ليکلي: "کوم ریاست چې د ترهګرۍ پرورش کوي، هغه ریاست پر پي ټي اېم د بندیز اعلان کړی دی".
د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅې ویلي چې پر پي ټي اېم بندیز لګول د حکومت لخوا "د جمهوري اصولو د تروړلو" په څېر اقدام دی.
د جماعت اسلامي يو مخکښ او پخواني سېنېټر مشتاق احمد خان پر اېکس ليکلي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لګولو سره، د پاکستان حکومت "جمهوریت غوښتونکو ته د خطر زنګ" وهلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.
نوموړي د اکتوبر پر پینځمه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې پولیسو د هغې جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.
د پاکستان مرکزي او د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومتونه پر يو بل د پي ټي اېم خلاف د چاپو وهلو تورونه پورې کوي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه عملیات د چا په امر کېږي او پي ټي اېم ولې د خپلې پراخې جرګې انتظاماتو بشپړولو ته نه پرېښودل کېږي.
پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.