د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وایي د طالبانو حکومت دې پر خپله خاوره ترهګرې ډلې له منځه یوسي‌


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټمبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټمبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف وایي په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د سيپتمبر پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په خپله وينا کې کړې دي. هغه زیاته کړه چې اوس وخت پاکستان ته تر ډېره هغه ډلې ګواښ پېښوي چې د ده په خبره په افغانستان کې دېره دي.

ده وویل، "موقت حکومت باید په افغانستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. په تېره بیا هغه چې د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د پولې هاغاړه د ترهګرۍ مسوول دي. په دې کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه، القاعده او ورسره تړلې ډلې، تحریک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) ، مجید برېګېډ، بلوچ لیبرشن ارمي او نورې ترهګرې ډلې چې له بده مرغه په افغان خاوره کې لیدل شوي دي."

د پاکستان وزیراعظم ادعا وکړه چې هېواد یې تېرو دوو لسیزو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېره درنه بیه پرې کړې او د ده په خبره اتیا زره پاکستاني وګړي او سرتيري وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت لا د شهباز شریف د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار داسې تورونه رد کړي چې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې په تېره بیا هغه چې پر پاکستان بریدونه کوي فعالیت ولري.

د طالبانو حکومت ادعا لري چې د پاکستان نا امنۍ د دوی خپلې ستونزې دي او باید د حل لار ورته پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG