د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران په لبنان کې د پېجرو په چاودنو کې خپل ژوبل سفير تهران ته رسولی


په لبنان کې د ايران سفير مجتبا اماني ـ پخوانی انځور
په لبنان کې د ايران سفير مجتبا اماني ـ پخوانی انځور

ايران په لبنان کې د پېجرو په چاودنو کې خپل ژوبل سفير او ۹۵ نور ټپیان له هغه هېواده ايستلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سېپټېمبر پر ۱۹مه د تهران په روغتون کې له ژوبل سفير مجتبا اماني سره ملاقات وکړ.

د ايران دولتي رسنيو په لومړي سر کې راپور ورکړی وو چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه د سلګونو پېجرو په شويو چاودنو کې اميني معمولي ژوبل شوی دی.

د هغو چادونو هدف د لبنان ايران پلوه حزب الله ډله وه چې د تهران يو تر ټولو مهمه نادولتي اېتلافي ډله ده او امريکا ترهګره ګرځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د پېجر په نوم د پیغامونو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره د کارېدونکو مخابراتي الو چاودېدو له وجې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۲،۷۵۰ تنه ژوبل شوي ول.

د لبنان د عامې روغتیا وزیر ویلي چې هغه پېجرونه د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر یو وخت چاودېدلي ول.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت دا کار د اسراییلو انټرنېټي یا سایبري حمله بللې وه. اسراییلو لا رسماً د لبنان د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د پوځ ویاند یې د چاودنو له یادولو پرته وویل چې د پوځ مشر جنرال هېرڅي هلېوي د وضعیت ارزولو لپاره له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

تر هغه يوه ورځ وروسته، د لبنان د روغتیا وزارت وويل چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه ناوخته د "واکي ټاکي" په نوم د مخابراتي الو په تازه چاودنو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰ کسان پکې ژوبل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې او عیني شاهدانو د حزب الله له خولې ويلي چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په پلازمېنې بیروت کې د هغې ډلې د غړو په ګرځنده مخابرو یا واکي ټاکي کې چاودنې شوې دي.

اسراييلو په ښکاره د چاودنو ذمه واري نه ده منلې، خو په پراخ کچ داسې انګېرل کېږي چې د دې مربوطو حملو تر شا ښايي د هغه هېواد لاس وي.

XS
SM
MD
LG