د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په دایکنډي کې د داعش برید کورني‌ او نړیوال غبرګونونه راپارولي


دا د هغو کسانو مړي دي چې د ۲۰۲۴م کال د سېپټمبر پر ۱۲مه په دایکنډي کې د داعش په برید کې وژل شوي وو.
دا د هغو کسانو مړي دي چې د ۲۰۲۴م کال د سېپټمبر پر ۱۲مه په دایکنډي کې د داعش په برید کې وژل شوي وو.

د افغانستان په دایکنډي کې د داعش خراسان څانګې وروستي برید په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د سېپټېمبر پر ۱۳مه په خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې دغه برید د نړیوالو جنایتونو بېلګه بللې ده.

ریچارډ بینېټ په خپل بیان کې زیاته کړې ده چې دی د داعش لخوا د ادعا شویو بریدونو زیاتوالي ته اندېښنه لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یو بیان کې دغه پېښه د بشریت او اسلام ضد بللې ده.

د افغانستان په هزاره مېشته ولایت دایکنډي کې د سېپټمبر پر ۱۲مه وسله والو غور ولایت ته پر تللې لاره پر یو موټر ډزې وکړې چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG