د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي هغه کاناډا مېشت پاکستانی وګړی یې نیولی چې په نیویارک کې یې د برید پلان درلود


لوی څارنوال میرک ګارلینډ وویل چې شل کلن محمد شاهزېب خان غوښت چې یهودان ووژني. (انځور: ارشیف)
لوی څارنوال میرک ګارلینډ وویل چې شل کلن محمد شاهزېب خان غوښت چې یهودان ووژني. (انځور: ارشیف)

د امریکا د انصاف وزارت د سېپټمبر پر شپږمه وویل چې په کاناډا کې میشت یو پاکستانی وګړی په نیویارک ښار کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په ملاتړ د برید په پلان کولو تورن شوی دی.

پر شل کلن محمد شاهزېب خان تور دی چې د اکتوبر پر اوومه یې د یهودانو پر یو مرکز د ډزو پلان درلود.

د اکتوبر پر اوومه د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان بولي، د برید یو کال پوره کېږي. په هغه برید کې په اسرایلو کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان ووژل شول.

لوی څارنوال میرک ګارلینډ وویل، خان د اسلامي دولت په نوم "د امکان تر حده له زیاتو نه زیاتو یهودانو " د وژلو هدف لرلو. خان هڅه وکړه چې له کاناډا څخه امریکا ته سفر وکړي خو د سېپتمبر پهر څلورمه پولې ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG