د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د وسلوالو په برید کې یو سرتېرې وژل شوی، ۸ ژوبل دي


د کورمې نقشه.
د کورمې نقشه.

چارواکي وایي، په کورمه کې د وسلوالو په برید کې د اېف سي ځواک یو سرتېری وژل شوی او د یوې ملکي ښځې په ګډون اته سرتېري ژوبل شوي دي.

په منځني کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای ۲۶مې په شپه وسلوالو په سیمه کې پر امنیتي پوسته برید وکړ چې هغه مرګ ژوبله یې واړوله. هغه وویل چې د امنیتي پوستې سره نېږدې له یو کوره د برید په مهال زنانه بهر وتلې وه چې په په ډزو ژوبل شوه.

په پاتې ژوبلو کې یو پولیس سرتېرې او نور د اېف سي سرتېري دي. چارواکي وویل، ژوبل شوي سرتېري سرسري لګېدلي دي او ژوند یې له خطرې بهر دی.

چارواکي وایي، تر برید وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دی. د برید ذمه واري چا نه ده اخیستې خو له دې مخکې په سیمه کې د ورته بریدونو ذمه واریانې تحریک طالبان پاکستان منلی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG