د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ ایکشن کمیټۍ د بجلۍ د لوډشيډينګ په احتجاج کې د بیلونو نه ورکولو اعلان کړی


په پاکستان تر ټولو زیاته بجلۍ په صوابۍ کې د تربېلا ډیم له اوبو څخه پیدا کېږي - پخوانی انځور.
په پاکستان تر ټولو زیاته بجلۍ په صوابۍ کې د تربېلا ډیم له اوبو څخه پیدا کېږي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د صوابۍ ایکشن کمیټۍ د بجلۍ د لوډشیډینګ خلاف د احتجاج په توګه د جون له ۳۰ مې د بیلونو نه ورکولو اعلان کړی دی.

د کمیټۍ ویاند سلیم خان ایډوکېټ د جون پر ۲۵مه، مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې ناروا لوډشیډینګ او د بجلۍ لوړو بیو د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی. هغه وویل چې بجلي د خیبر پښتونخوا په اوبو جوړیږي، نو د صوبې ولس حق لري چې ارزانه بجلي وکاروي، خو ورځ تر بلې پرې نوي ټیکسونه لګېږي چې ورته د منلو نه دي.

په پاکستان کې د بجلۍ تر ټولو لوی بند تربېلا دی. دا بند په صوابۍ کې پر اباسین رود جوړ شوی دی. د اوبو هغه بند د ۴۸۸۸ مېګاواټه بجلي جوړولو توان لري او له هغه ځایه د پاکستان مختلفو برخو ته انتقالېږي.

سلیم خان ایډوکېټ وویل چې د جون په ۳۰ مه به د صوابۍ ضلعې په ۱۰ ځایونو کې خلک د احتجاج لپاره وروځي او د بلونو نه ورکولو اعلان کوي.

صوابي ایکشن کمیټي د صوابۍ د سیاسي، ولسي مشرانو، دیني عالمانو او وکیلانو اتحادیه ده چې د جون پر څلورمه یې هم په صوابۍ کې د بجلۍ د لوډشیډینګ خلاف ولسي غونډه او لاریون کړی وو.

حکومت د کمیټۍ د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د جون په ۲۱ مه د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف ویلي ول چې وفاقي حکومت ورسره د لوډشیډینګ د ستونزې په هواري کې مرسته نه کوي. د نوموړي په وینا، ځکه وزیراعلا علي امین ګنډاپور د بجلۍ د نظام په خپل واک کې د اخستو ویلي وو. خو په خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن غړیو په دې نیوکې کړې وې او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې دا مسله د وفاقي حکومت سره د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د بجلۍ پارچاو زیات شوی دی چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه کړي دي. د صوبې اوسېدونکي وایي د صوبې په ځینو سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي.

XS
SM
MD
LG