په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا د بجلۍ د بدترین لوډشیډینګ سره مخ ده، صوابۍ ایکشن کمیټۍ د جون د ۳۰ مې نیټې راهیسې د بجلۍ د بیلونو نه ورکولو اعلان کړیدی. بلخوا حکومت وايي چې د بیا بیا خواستونو باوجود ورسره مرکزي حکومت د ستونځې په هواري کې مرسته نه کوي. د یادونې وړ ده چې دا مهال د خیبر پښتونخوا په ځنو سیمو کې ۱۸ او بیا په ځنو کې ۲۲ ساعتونه لوډشیډینګ کیږي چې د خلکو ژوند او روزګار یې اغیزمن کړی دی. نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو.