د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا : خلک وايي وریت شو ، بجلي نشته


د پېښور خلک د بریښنا متبادلې لارې لټوي
د پېښور خلک د بریښنا متبادلې لارې لټوي

د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور او ځېنو نورو سیمو کې د بجلۍ بندېدو پر ضد مظاهرې شوې دي. تیره ورځ د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا د مشیر اشتیاق ارمړ په مشرۍ کې مظاهره کونکیو د پیښور په شامي سړک د واپډا دفتر مخې ته نعري ولګولې .

مظاهره کونکیو پر حکومت غږ وکړ چې خپلې ژمنې دې عملي کړي چې د روژه ماتي او پیشمني په وخت کې به د بریښنا پارچاوي ( لوډشیډنګ ) نه کوي. په پښتونخوا کې د مشال راډیو خبریالان راپور راکوي چې په ډیره اسماعیل خان ، نوښار، صوابۍ ، چارسده، شبقدر ، شیر ګړ او یوشمېر نورو سیمو کې هم خلکو د بجلۍ د بندیدو پرضد مظاهرې کړي دي.

بل پلو په پېښور کې د مشال راډیو خبریال د پاکستان د سرکاري ریډیو په حواله وايي چې د اوبو او بجلۍ وفاقي وزیر خواجه اصف تیره ورځ په یوه بیان کې ویلې چې ، د هیواد په دري نوي في صده ښاري سیمو او شپږ اتیا في صده کليوالو سیمو کې به د پیشمني ، روژي ماتې او تراوو پر مهال بجلي نه بندوي.

پاکستان کې خلک شکایت کوي چې په ژمي کې د ګیسو او په اوړي کې د بجلۍ د کمبوت له کبله د دوی ژوند د سختو کړاوونو سره مخ وي. پاکستاني چارواکي تل وايي چې د انرژۍ سرچینې لټوي، خو د خلکو ستونزې لا هم په خپل حال دي.

XS
SM
MD
LG