د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربېلا ډیم کې د مشینونو د مرمت له وجې د بجلۍ تولید کم شوی: حماد اظهر


چارواکي وايي، د تربېلې بجلي به له څلورو څخه تر شپږو ورځو پورې بحال شي - د ارشیف انځور.
چارواکي وايي، د تربېلې بجلي به له څلورو څخه تر شپږو ورځو پورې بحال شي - د ارشیف انځور.

د پاکستان د انرژۍ یا توانایۍ وفاقي وزیر حماد اظهر ويلي دي، په تربېلا ډیم کې د بجلۍ تولید ځینو مشینونو د ضروري مرمت له وجې په ملک کې بجلي کمه شوې ده.

نوموړي د جون پر نهمه وویل، د تربېلې بجلي به له څلورو څخه تر شپږو ورځو پورې بحال شي.

اظهر پر ټوېټر لیکلي دي، د تربېلې ډیم له بحالۍ سره به ۳،۰۰۰ مېګاواټه بجلي قامي ګرېډ ته ورشي.

له تربېلې سره نېږدې د صوابۍ سیمې اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ له زیاتېدو سره او د تربېلې ډیم د بجلۍ بندښت ورته مشکلات جوړ کړي.

حمزوي یوسفزی د زیدی کلي اوسېدونکی دی، ده د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل: "دلته زده کوونکو ته هم ډېر مشکلات دي، خلک نه شي کولای چې جنرېټرې واخلي. یا بیا د لمر د شیشو پلانټ ولګوي او ګرمي داسې زیاته شوې چې تر ۴۳ درجې سینټيګرېډه اوښتې ده."

د جون پر اتمه د توانایۍ وفاقي وزارت پر ټوېټرپاڼه لیکلي ول چې په هېواد کې د برېښنا اړتیا یا تقاضا شاوخوا ۲۳،۰۰۰ مېګاواټه ده خو تولید یې ۲۲،۰۰۰ مېګاواټه دی.

وزارت وايي، د بجلۍ کمښت شاوخوا ۱،۰۰۰ مېګاواټه دی.

خو د جون پر نهمه غرمه یې بیا پر ټوېټر ولیکل چې د ګرمۍ له زیاتېدو سره د بجلۍ استعمال خورا زیات شوی دی. د بجلۍ د وېش کمپنۍ هم ستونزې لري نو همدا د لوډشېډېنګ (برېښنايي پارچاو) لامل دی.


د پېښور د پنج کټي یکه توت اوسېدونکي احسان الله خان وايي، دوی پوره بېلونه ورکوي او د اوبو او برېښنا ادارې یا واپډا له خوا د اعلان شوی بجلۍ د بندېدو وختونه هم ورته معلوم دي، خو چې ګرمي پیل شوې نو بې له اعلانه بجلي بندېږي. "موږ پوره بېلونه ورکوو، د بجلۍ غلا نه کوو، په کومو ځایونو کې چې غلا کېږي هلته باید حکومت خپله عملداري قایمه کړي."

په پېښور کې د واپډا کارکوونکو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د نهې یا سېشنبې پر ورځ په قامي اسمبلۍ کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د خیبر پښتونخوا سیاستوالانو پر خپل حکومت نيوکې وکړې چې په سخته ګرمۍ کې يې د خیبر پښتونخوا ولس ته بجلي ورنکړه او هلته د ورځې شاوخوا۲۰ ګېنټې بجلي نه وي.

د جون پر اتمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې د توانایۍ وزير حماد اظهر دا هم وويل چې په ۲۰۲۳ز کال کې به پاکستان له خپلې اړتیا ۵۰ فيصده زیاته برېښنا تولید کړي خو هېواد يې د مسلم ليګ(ن) او پيپلز پارتۍ د پخوانيو حکومتونو پرمهال له نورو هېوادونو سره د توانايۍ په برخه کې د کړو ګران بيه معاهدو له کبله هرکال ۱،۵۰۰ اربه روپۍ ادا کوي.

د بجلۍ انتظام قامي ادارې (نیپرا) د جون پر نهمه په ټول ملک کې د بجلۍ د زیات بندښت نوټس اخیستی وو او د کراچۍ د برېښنا ادارې د مشر په ګډون یې د برېښنا د وېش ټولو شرکتونو مشران اسلام اباد ته وربللي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG